په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت لومړی وزیر ملا محمد حسن اخند نن چهارشنبه د لړم په ۲۳ مه نېټه د افغانستان د اوبو له زېرمو څخه د استفادې د لارو چارو په اړه څېړنیز سیمینار ته په خپل پیغام کې وویل چي اسلامي امارت د اوبو د کمښت د ستونزې د حل په موخه د افغانستان د اوبو مدیریت ته لومړیتوب ورکړی دی.
هغه زياته کړه: د اقليمي بدلون، وچکالۍ او د نفوسو زياتوالي خلک د اوبو د کمښت له ګواښ سره مخ کړي دي. د دې ستونزې د حل لپاره اسلامي امارت د اوبو مدیریت له خپلو لومړیتوبونو څخه بللی دی.
ملا محمد حسن اخند له خلکو وغوښتل چې د اوبو د مدیریت، ساتنې او د اوبو د سرچینو په سپما کې همکاري وکړي.
د ایرنا د راپور له مخې، وچکالۍ، له اوبو څخه زیاتې استفادې او ناسم مدیریت د دې لامل شوی چې د افغانستان په یوشمېر ښارونو په تېره بیا کابل کې د ځمکې لاندې اوبه کمې شی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د افغانستان په لویو ښارونو کې دا وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکړی دی.
د پیغام پای/
Your Comment